حسینی عزادار

IQNA

بچوې
ایکنا- میرمن حورا یاسین باور لري چې مونږ ټول تر هر څه وړاندې د کربلا له مکتب سره تړاو لرو؛ یو داسې مکتب چې مونږ ته ئې قدرت ، عقیده، یقین، ایمان، صبر او زغم راکړی دی. د لبنان سرښندونکې کورنۍ  اوس د کربلا د درسونو ژوندۍ بېلګې دي؛ ځکه چې دوی خپل ځانونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. همدا د ایمان قدرت  دی چې مونږ ته ئې د مصیبتونو پر وړاندې د صبر توان راکړی، څو د خدای تعالی په مرسته او امید سره د مقاومت میراث ژوندی وساتو.
د خبر لمبر: 3492949   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- د سعودي عربستان د قطیف سیمې شیعیان، سره له دې چې د چارواکو له خوا پرې امنیتي او مذهبي محدودیتونه لګول شوي، د محرم میاشتې مراسم ترسره کوي.
د خبر لمبر: 3492934   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا- د محرم الحرام د غم او وير د مراسمو او د عاشورا د غمیزې  د يادونې لپاره، د لبنان د بعلبک ښار په مسجد رأس الحسین (ع) کې د ماتم تور  بيرغونه پورته شول.
د خبر لمبر: 3492921   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

حمید احمدي !
ایکنا – د حسینی  اربعین د مرکزي کمیشن د فرهنګي او ښوونیزې کمېټې مشر له  ۱۲ هېوادونو څخه د ۳۰۰ فرهنګي فعالانو د ګډون خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492098   خپرونې تاریخ : 2025/12/02

ایکنا – د عراق د سامرا عسکریه مقدس عتبه د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت د کلیزې په دستورو کې د څلور میلیون حسینی عزادارو د ګډون خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491636   خپرونې تاریخ : 2025/09/02

ایکنانیوز د امامت د آسمان د یولسم ځلانده ستوری حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت دکلیزې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو په تیره بیا  تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3491628   خپرونې تاریخ : 2025/09/01

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوال قاری قاسم مقدمی  د حسینی اربعین په پلي میلیوني لاریونو کې  د اربعین د قرآنی کاروان په چوکاټ کې د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم پشمول  په ډیرو موکبونو کې د قرآن کریم د ډیرو آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3491592   خپرونې تاریخ : 2025/08/25

له قرآن سره ؛د جنت په لور
ایکنا - د حسینی اربعین د قرآني کاروان یو غړی، وحید نظریان، د سږکال د دغه کاروان اصلي موخه د   فتح او نصر سورو  تلاوت او د هغو د آیتونو تبیین اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3491572   خپرونې تاریخ : 2025/08/20

د بهشت په لاره کې له قرآن سره
ایکنا-  د ایران داسلامی جمهوریت یو نړیوال قاری او د حسینی اربعین د قرآنی کاروان یو غړی سید مصطفی حسینی د حسینی اربعین د پلی لاریون  په لاره کې تلاؤت  د امام حسین علیه السلام د هغو قرآنی کړنو او چلند  یو تقلید وباله چې په دغې لارې کې ئې له قرآن کریم سره دایمی انس درلود.
د خبر لمبر: 3491561   خپرونې تاریخ : 2025/08/18

ایکنا - د حسینی مقدس آستان   د «اربعین زیارت» کمپاین په چوکاټ کې د فلسطین لپاره د بشري مرستو د وړاندې کولو خبر ورکړ، چې د عراق د ستر دیني مرجع آیت‌الله سید علي سیستاني په ملاتړ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3491549   خپرونې تاریخ : 2025/08/16

ایکنا -مهدي غلام‌نژاد او مهدي تقي‌پور، دوه تنه نړیوال او ممتاز ایراني قاریان، د کربلای معلی په عتبیتین مقدس موکب کې د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3491546   خپرونې تاریخ : 2025/08/16

ایکنا- د ډیرو اسلامی ،اروپائي او افریقائي هیوادونو پشمول د تایلینډ یوشمیر مسلمانانو او په دغه هیواد کې دیره سلګونو ایرانیانو  او د اهل بیت علیهم السلام مینه والو هم په بنکاک کې د ایران د کلتوري خونې په ولایت امامباړې کې د حسینی اربعین د شپې دستورې ترسره کړې.
د خبر لمبر: 3491543   خپرونې تاریخ : 2025/08/15

ایکنا- د روسیې د ټولنیزو او کلتوري چارو یو تکړه فعال  چې د حسینی اربعین په ولولناکو دستورو کې د ګډون لپاره ئې عراق ته سفر کړی دی، پرون ئې په یولړ څرګندونو کې ووئي. دغه دستورې  د  ګډونکونکو  اندازې آو پراخوالي له نظره او هم د دوي داخلاص له پلوه  ځانګړی اهمیّت لري  او ولوله اوپرتم ئې ځلا موندلې.
د خبر لمبر: 3491542   خپرونې تاریخ : 2025/08/15

ایکنا- په داسې دنیاکې چې زیاتره خبرونه یی د تاوتریخوالي او جګړو په اړه دي، یو داسې مراسم شتون لري چې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ په ملیونونو خلک راټولوي، نه د اعتراض او نه د قدرت ښودلو لپاره د بلکې د یوه انساني حقیقت د یادولو لپاره یعني د ظلم په وړاندې مقاومت. دا مراسم "اربعین" بلل کیږي.
د خبر لمبر: 3491538   خپرونې تاریخ : 2025/08/13

حسینی اربعین شپې ورځې او د امام علی(ع) حرم
ایکنا - په نجف او کربلا کې د حسینی اربعین په درشل کې د حسینی عزادارو غونډيدا او له نجفه تر کربلا پورې د پلي لاریون کونکو جوش او عشق په نجف اشرف کې په علوي مقدس حرم کې د لیدو وړ دی.
د خبر لمبر: 3491534   خپرونې تاریخ : 2025/08/13

د عراق د کورنیو چارو وزیر:
ایکنا - د عراق د کورنیو چارو وزیر، عبدالامیر الشمري، په یو لړ څرګندونو کې  ووئیل، تر اوسه پورې له درو میلیونو زیات بهرني زیارتوال د حسینی اربعین د زیارت لپاره عراق ته داخل شوي دي.
د خبر لمبر: 3491524   خپرونې تاریخ : 2025/08/10

ایکنا- د قرآن د علمي مجمع مشر مشتاق العلي، وویل: د قرآن د ملي پروژو مرکز کارکوونکي هر کال دا موکب برابروي او د زائرانو خدمت کوي.
د خبر لمبر: 3491523   خپرونې تاریخ : 2025/08/10

 ایکنا - د کربلا والي نصیف جاسم الخطابي اعلان وکړ چې د حضرت امام حسين عليه‌السلام د اربعين د زیارتوالو پر ضد د يوې ترهه ګرپلان مخه نيول شوې ده.
د خبر لمبر: 3491515   خپرونې تاریخ : 2025/08/09

عباس سلیمي وويل:
ایکنا - د قرآن چارو يو مخکښ وويل: د حسینی اربعين قرآني کاروان داسې يوه فضا برابره کړې چې غړي ئې د ښکلو او خوږو تلاوتونو تر څنګ، د سيدالشهدا عليه‌السلام هغه قرآني شخصيت چې د ظلم پر ضد مبارزه او له دښمن سره د جوړجاړي نه کول دي،زائرانو ته وروښيي.
د خبر لمبر: 3491514   خپرونې تاریخ : 2025/08/09

ایکنا - د حسینی اربعین د را رسیدو په درشل کې، د عراق په دوو مهمو ولایتونو کربلا او نجف اشرف کې د یوې اونۍ لپاره رخصتي اعلان شوي ده.
د خبر لمبر: 3491508   خپرونې تاریخ : 2025/08/07